اسلام آباد 07 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاكستان د خپل جغرافيائي محل وقوع له امله منطقه كښې د اقتصادي هلو ځلو فطري مركز دے د كومې كاميابۍ لپاره چې پاكستان كښې د بانك آف چائنا د آپ??ېشن پرانسته يو تاريخي اقدام دے د كومې چې پاكستان د زړه نه هركلے كوي۔ اولس مشر دا خبرې پاكستان كښې د بانك آف چائنا آپ??ېشنز پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع اولس مشر ممنون حسېن د تختۍ مخ كنته كولو ??ره د بانك د آپ??ېشنز هم پرانسته وكړه۔ په دستوره كښې د پاكستان مركزي بانك ګورنر طارق باجوہ ، چین كښې د پاكستان لنډ مهاله سفير جاؤ جے اون او د بانك آف چائنا چيئرمېن چن سي كن?? هم خطاب وكړو۔ اولس مشر ووئيل بانك آف چائنا د پاك چين اقتصادي لارې د تاريخي حقيقت څرګندونه ده چې پاكستان او چين د خپلو ځانونو سره او د منطقې قسمت بدلولو لپاره چې كوم شريك خوب ليدلې ٶ ھغه د حقيقت په شكل كښې رامخې ته كېږي۔ ده ووئيل د سي پېك خواږه به ډېر زر اولس ته رسېدل پېل شي چې په نتيجه كښې به ئې د دواړو هېوادونو ترمېنځه ولوله لرونكې سياسي او اقتصادي اړيكې لا پراختيا ومومي۔ ده ووئيل پاكستان سرمايه كارۍ لپاره ښه هېواد دے كومې څخه چې ځائي او نړيوالو ??رمايه كارو لپاره ګټه پورته كول پكار دي۔ ده ووئيل كاروباري چاپېريال ښه دے او خوږ هېواد قوي او پراخه ماركيټ كښې سرمايه كار خپل طرف ته متوجه كوي۔ ده ووئيل د سي پېك وجود كښې د راتللو نه پس هېواد كښې د انفراسټركچر په اړه ځانګړې پرمختګ كړې٬ ګڼ شمېر نوې بندونه جوړېږي٬ ده ووئېل د كان كېندلو ??ره د سكرو پېداوار زياتېږي٬ د توان پېداوار كښې زياتي لپاره اتومي ري اېكټرز جوړېږي٬ د تېلو ??و ګاز پائپ لائن غزېدو سره سره ټېكسټائل پاركس٬ سړكونه او د رېل پټلو ??زولو په يو شمېرو منصوبو كار روان دے چې پكښې د ګڼ شمېر پروژو پلان په حتمي پړاٶ كښې دے۔ د بانك آف چائنا چيئرمېن چن سے كن?? بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح ته پېرزوئنې وړاندې كولو ??ره ووئيل قائد اعظم وئيلي ٶ چې د پرمختګ او سوكالۍ منزل د اتحاد او يوالي د لارې ترلاسه كېدې شي۔ ده ووئيل پاکستان او چین د سي پېك كاميابۍ لپاره په دې تعليماتو عمل كوي۔ اولس مشر بانك آف چائنا ته په پاكستان كښې په باقاعده توګه په كاروبار پېل كولو مباركي وركولو ??ره هيله څرګنده كړه چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه به د بانك روابطو لا مضبوطيا لپاره خپل كردار ترسره كړي