اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د ټولنې هر يو كس دې د زړه نه دا اومني چې د هغه د قسمت پرېكړه يوازې د ووټ د لارې كېدې شي٬ د انتخابي نظام فعالولو٬ تندولو او شفاف كولو غېر د ماشومانو په ذهنونو كښې دې هم د ابتدائي عمر نه د ووټ تقدس نقش كړې شي او دې مقصد لپاره كه د تعليمي نصاب څخه د مرستې ترلاسه كولو ضرورت وي نو هغه دې هم ترلاسه كړې شي او په معاشترتي كچه چې د كومو اقداماتو ضرورت وي٬ هغه دې هم وكړې شي۔ اولس مشر دا خبرې د زيات په ورځ د ووټران?? د ??امي ورځې په اړه ايوان صدر كښې جوړې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دستوره كښې د كورنيو چارو وزير او چيف الېكشن كمشنر هم ګډون كولو۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل نن مونږ د ووټرانو قامي ورځ د دې زيري سره لمانځو چې زمونږ انتخابي نظام پھ نوي دور كښې داخل شوے۔ ده ووئيل د موبائيل فون د اېپلي كېشن د پرانستې نه پس د پاكستان هر ووټر د دې په مرسته د خپل ووټ په اړه ټول تفصيلات ترلاسه كولې شي۔ ده ووئېل په انتخابي نظام كښې د بائيو مېټرك او الېكټرونك ووټنګ غوندې تجربې هم شوې كومې به چې دا څانګه د نوي وخت تقاضو سره سمه كړي۔ اولس مشر ووئيل د انتخابي نظام تكنيكي معاملې په يقيني توګه ډېرې مهمې دي د كومو بهترې لپاره چې د فكرمندې او خوارې كولو ضرورت دے او د دې ??كس د ټاكنو كميسون ا?? د ??ورو رياستي ادارو په هلو ځلو كښې لېدلې كېږي خو بايد دا خبر په نظر كښې وساتلې شي چې تكنيكي نظام او قانوني ډهانچه تر هغه وخت بې روحه او بې منعٰي وي تر څو چې كوم نظام ته د اعتبار وركولو او معتبر كولو لپاره كوټلي اقدامات ونه كړې شي۔ ده ووئيل د كوټلو اقداماتو يو مطلب دا هم دے چې زمونږ په ذهنونو كښې د ووټ حرمت او تقدس نقش شي۔ د ټاكن?? د ??ميسون لخوا هر كال د ووټرانو قامي ورځې لمانځل د دې لړې يوه كړۍ ده او دې سره به د و??ټ اهميت په ډاګه شي او خلق به په زياته شمېره كښې خپل ووټ درج كولو سره دا قامي فريضه ترسره كړي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل انتخابي عمل انفارمېشن ټېكنالوجې او جديد رجحاناتو سره هم اهنګ كولو سره د ناخوانده ا?? د ??م امدن لرونكو طبقو خيال دې هم وساتلې شي ا?? د ??خوانيو طريقو ا?? د ??وې ټېكنالوجې ترمېنځه دې داسې توازن پېدا كړې شي چې ورسره د نظام په فعاليت كښې كوم خنډ راپېدا نه شي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل د انتخابي قوانينو بهتري يو پرله پسې عمل دے چې پكښې پارلمان٬ سياسي ګوندونه٬ تهنك ټېنك او نورې معاشرتي ادارې مهم كردار ترسره كوي۔ دلته هم دا عمل روان دے او دې لوي مقصد لپاره اړوندو ادارو ا?? د ??ولنې نورو طبقو په يقيني توګه لويه خواري كړې ده ۔ده ووئېل قام هيله لري چې د راتلونكو ټولټاكنو په لار كښې پراته خنډونه او نورې تكنيكي ستونزې به په اسانه لرې كړې شي۔ دستورې ته چيف الېكشن كمشنر ا?? د ??اكنو كميسون سېكتر هم وېنا وكړه۔