اسلام آباد 05 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپرونو او قامي ورثې لنډمهاله وفاقي وزير بېرسټر سید علي ظفر وئيلي دي چې امن لپاره نړۍ له د عدم برداشت او ?? ناانصافو په ضد او ?? همكارۍ او ?? امن د اقدارو ودې له يو موټې كېدو ته اړتيا ده۔ لنډمهاله وفاقي وزير دا خبرې د اسيائي تهذيب او ??مدن د سوسائټۍ تر سېوري لاندې ” د پاكستان ګڼ اړخيزه كلتوري د امن٬ دغم او مينې د اقدار” په سرخط نړيوال سيمنار ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل چې هر ډول عدم برداشت انسانيت سره ناانصافي ده۔ ده ووئيل نړۍ كښې عدم برداشت زياتېږي٬ د تعليم او موقعو كمې ٬ د مباحثو فقدان او په مالدارۍ او ??ريبۍ كښې زياتېدونكې فرق ټولنه كښې د عدم برداشت رجحان كښې اضافې لپاره په بېلا بېلو وجوهاتو كښې يوه وجه ده۔ ده ووئيل د پاكستان د آئين آرټيكل 25 ټولو پاكستاني وګړو ته يو ډول بنيادي حقونو وركولو ضمانت وركوي او هر وګړي ته د رايو د اظهار بشپړه ازادي وركوي۔ ده ووئيل د پاكستان آئين ټولو اقليتونو ته هم بنيادي حقونه وركړي دي او ??ياست دوي ته د هر ډول تشدد نه تحفظ وركوي ، اقلیتونو ته ترلاسه حقونه د عدم برداشت ??و ښه مثال دے۔ ده ووئيل پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د وړومبي صف ډلې كردار ترسره كړې او ?? پاكستان اولس د امن او مينې پلوي دي۔ ده ووئيل پاکستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بې شمېره قربانۍ وركړې دي٬ مونږ دا جنګ اتحاد او يوالي سره كړې۔ سید علي ظفر ووئيل نړۍ كښې چرته هم د اقليتونو په ضد ناانصافي د غندنې وړ ده۔ ده ووئيل صوفیا کرامو د خپلو تعليماتو د لارې د مينې ٬ همغږۍ او په شريكه په امن اوسېدو ته وده وركړې٬ پاكستانې قام يو امن خوښې قام دے٬ جنګ٬ تشدد او ?? ناانصافۍ خاتمې له به د عدم برداشت رويو خاتمه كولو سره د صوفیاکرامو تعلیماتو په پلو تلل وي۔ ده ووئيل د صوفیاٶ معبود سره مينه كول او ?? دوي دروازې د ټولو مذهبونو اولس لپاره پرانستې وې۔ ده ووئيل زمونږ مذهب د اولس په بنيادي حقونو اډانه دے كوم چې زمونږ په آئين كښې هم موجود دے۔ ده ووئيل د پاکستان وګړو د تعليم٬ صحت او ??وزګار موقعو غوندې د كمي آسانيو سره مخ دي، خو ھغوي خواري كښ دي او ?? قوي دود دستور او په كلتوري رشتو كښې تړلي دي۔ ده ووئيل د امريكې او ??وسيې ترمېنځه د محاذ آرائۍ له امله پاكستان سختو حالاتو سره مخ ٶ كومې چې نړۍ په ختيز او لويديز بلاكس كښې منقسم كړې۔ ده ووئيل پاكستان جنګ كښې د وړومبي صف اتحادي پاتې و بيا هم امريكې منطقه ته مونږ يوازې پرېښې يو٬ ده ووئيل د پاكستان وسله والو ځواكونو او ??ولس د ترهګرۍ په ضد جنګ كړې او قربانۍ ېې وركړې دي ۔ ده ووئيل د ټول صورتحال باوجود پاكستانې قام په امن او همغږۍ كښې خوښي لري او مېرمنو هم پاكستان كښې امن او ??وكالۍ لپاره كليدي كردار ترسره كړے دے۔ ده ووئيل مونږ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې يو شمېر قربانۍ وركړې دي او يوالي او ??تحاد سره ئې دا جنګ ګټلې دے۔ ده ووئيل څوك چې اقليتونو سره تشدد كوي ھغوي زمونږ وګړي نه دي۔ د اطلاعاتو وزير ووئيل ګرده نړۍ كښې چرته چې هم په اقليتونو ظلم او ناانصافي كېږي د غندې وړ دے ۔ ده ووئيل تعليم د مسئلو هوارول دي او ?? اوبو او ??منيت چېلنجونو غوندې تعليم هم د يو چېلنج په توګ اخستلو ته اړتيا ده۔