اسلام آباد 15 جولائي (اے پي ??ي) د پاكستان د ټاكنو كميسون وئيلي دي چې د ټولټاكنو په موقع به په حساس پولنګ سټېشنو كښې سي سي ټي وي كېمرې لګولې شي۔ د ټاكنو كميسون وياند نديم قاسم نجي ټي وي چېن??و سره په خبرو كښې ووئيل چې د ټاكنو كميسون سپېځلو٬ بې طرف?? او آزادو ټولټاكنو كولو لپاره پوخ عزم لري او په دې لړ كښې چمتووالې نيول شوے ??ے۔ ده ووئيل چې د ټولټاكنو په مهال به په پولنګ سټېشنو كښې دنن?? او بهر 3 لكه 70 زره عسكر په ځائ كولې شي۔ 17 زره پولنګ سټېشنې حساس ګرځول شوې دي چرته به چې سي سي ټي وي كېمرې لګولې شي۔ ده ووئيل چې د ټولټاكنو جاج اخستلو لپاره غېر ملكي انتخابي مبصرين راروان دي۔ ده ووئيل چې د ټاكنو كميسون مېډيا او نورو ادارو ته د اېكريډېټېشن اسانيې هم وركوي۔