اسلام آباد 21 اګست (اے پی پی) د فېډرېشن آف پاکستا ن چیمبرز آف کامرس اېنډ انډسټر ي (اېف پي سي سي آئي صدر غضنفر بلور وئيلي دي چې د عمران خان د وزيراعظم په توګه وړومبې وېنا د خلقو زړونه ګټلي دي٬ په كاروباري ټولنه كښ?? د معاشي بحالې اميد پېدا شوې چې ورسره به سرمايه كاري او د ټېكس محصولات زيات شي۔ د نهې په ورځ په جاري شوي بيان كښ?? ده ووئيل چې عمران خان دې په وفاقي كچه د حكومت سازې د عمل نه پس د خپل ټيم په مرسته د هېواد خارجي او داخلي مسئلې په كم وخت كښ?? حل كړي چې دغسې اولس د سكون ساه واخلي۔ د چېمبرز په شريك بيان كښ?? وئيلي شوي دي چې هېواد د نازك پړاؤ ??ه تېرېږي٬ اپوزيشن دې سخته رويه خپله نه كړي او د قانون په چوكاټ كښ?? دننه دې احتجاج وكړي۔ په بيان كښ?? وئيلي شوي دي چې د وزيراعظم عمران خان په كابينه كښ?? تر ټولو مهمه چوكې اسد عمر سره ده چې د هېواد د معاش سباؤن ورسره تړاو لري۔ دوي ووئيل چې د ټېكس نظام دې دوستانه كړې شي او د تجارانو د څلور سوه اربه روپې ريفنډ دې په سمدستي توګه ادا كړې شي۔