اسلام آباد 26 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئېلي دي د قبضه ګرو په ضد به بلا تفريق كاروائي كولې شي٬پاكستان د نړيوالو قواو د ډومور غوښتنه نه اوري بلكې نړۍ ته به وائي چې كومې پيسې مونږ له په تعليم او روغتيا خرڅ كول وې هغه مونږ د ا??وام عالم د بقاﺀ په جنګ خرڅ كړي٬ګردې نړۍ له زمونږ قربانۍ هم تسليمول پكار دي٬د پاكستان بدناموونكو خلقو لپاره پېغام دے چې د مورنۍ خاورې د يوې يوې زرې حفاظت به كولې شي٬د اسلام آباد دوه سي??و او بحريه انكليو د قبضې نه د 300 اربه روپو زمكه راخلاصه كړې شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پي آئي ډي كښ?? پرېس كنفرنس ته وكړه۔د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړې خرم نواز هم په دې مهال موجود ؤ ۔شهريار آفريدي ووئيل چا چې اسلام آباد قبضه كړې وړومې هغوي ته لاس اچول دي۔ده ووئيل پھ اسلام آباد كښ?? د تجاوزات په ضد د عملياتو څارنه وزيراعظم عمران خان پخپله كوي۔ده ووئيل ځينې كس??نو چا چې اسلام آباد قبضه كړی ؤ او د څو خلقو په ذهن كښ?? وو چې دوي له څوك ګوتې نه شي وروړلې د هغو مګرمچانو په ضد قانون په حركت كښ?? راغلو۔ده ووئيل تر ټولو وړاندې به هغه چا ته لاس اچوو څوك چې رياست خپل جاګير ګڼي۔دوهم وزير ووئيل د ا??تدار د نشې خزله عمر له په عامو وګرو پريوتې خو اوس به داسې نه كېږي۔ده ووئيل ننې كنفرنس