اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) د متحده مجسل ??مل پارلماني لارښود مو??انا اسد محمود وئيلي دي چې د قوم نه د چندې غوښتلو په ځائ دې په كرپشن كښې لوټل شوې دولت وطن ته راوړل شي٬ د جمهوريت لوظنامې له مخې بايد په هېواد كښې د معيشت په اسلامي نظام اتفاق وكړې شي٬ د سود نظام خاتمې لپاره به په ګډه كار كول وي۔ د نهې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې پھ ضمني مالياتي بل بحث كښې برخه اخستلو سره مو??انا اسد محمود ووئيل چې د بجټ نقائص په ګوته كول او د حكومت ن?? ځواب طلب كول د اپوزيشن حق دے٬ د بحث په مهال د خزانې وزير په ايوان كښې موجود نه و كومې پوښتنې چې د اپوزيشن لخوا شوې وې٬ د څ?? ځوابونه پكښې وركړې شوي دي خو د ځينې پوښتنو پ?? ځوابونو كښې د غړو ذاتي كردار كشي شوې كومه چې د غندنې وړ ده۔ ده ووئيل چې د قوم نه د چندې غوښتلو په ځائ دې په كرپشن كښې لوټل شوې دولت وطن ته راوړل شي٬ د جمهوريت لوظنامې له مخې بايد په هېواد كښې د معيشت په اسلامي نظام اتفاق وكړې شي