استنبول 29 اكتوبر(اے پي پي)اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي پاكستان او تر??يه خپلو كښې د ورورولۍ تاريخي اړيكې لري٬استنبول كښې د تر??يې نيوز چينل ټي آر ټي٬اناتوليا نيوز ايجنسۍ او د سبا ورځپاڼې نمائندګانو سره مركه كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل د تحريك خلافت نه تراوسه د پاكستان او تر??يې اولس تر??ينځه مثالي اړيكې قائم دي۔اولس مشر ووئيل امن او استحكام له دواړو هېوادونو ??لې ځلې كړي۔ده ووئيل پاكستان ته د ترهه ګرۍ له امله لويې زيان رسېدلې۔ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان ته د ترهه ګرۍ له امله د 70 زره څخه زيات ځان?? او د اربونو ډالرو زيان پورته كړې ۔ده ووئيل پاكستان او تر??يې د ترهه ګرۍ ختمولو له ځانګرې قربانۍ وركړي۔بايد نړۍ د پاكستان او تر??يې د ترهه ګرۍ ختمولو د هلو ځلو اعتراف وكړي۔ډاكټر عارف علوي ووئيل دواړو هېوادونو تر??ينځه په بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو موقعې شته۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان كښې حكومت لږ آمدن لرونكو لپاره د 50لكه كورونو جوړولو په منصوبه كار كوي۔ده ووئيل مونږ د هاؤسنګ په څانګه كښې د تر??يې د تجربو څخه استفاده كول غواړو۔ډاكټر عارف علوي ووئيل د بنيادي ډهانچې پشمول په نورو څانګو كښې پاكستان او تر??يې تر??ينځه مرستې زياتولو له به هڅې كول وي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل تر??يه د اسلامي نړۍ مهم هېواد دے