اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي﴾د كورنيو چارو دوهم وزير شهريار آفريدي وئېلي دي چې د قانون ماتونكو په ضد به سخ??ه كاروائي كولې شي٬املاك او بې ګناه وګړو ته د زيان رسونكو شرخوښو عناصرو په ضد به سخ??ه كاروائي كېږي۔ده دا خبرې د اتوار په ورځ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې وكړې۔ده ووئيل چې دوه ورځې قوم په اضطراب كښې و٬په دې مهال څه خلكو قانون په لاس كښې اخستې و۔ده ووئيل چې د شرخوښو عناصرو فرانزك ر??كارډ ترلاسه كولو لپاره د پي ټي اے چيئرمېن او سائبر كريم ونګ ته هدايت جاري كړې شوي دي۔ده وئيل چې په سوشل مېډيا د شر او كركې مواد خپرونكو په ضد به هم كاروائي كولې شي۔په دې لړ كښې د نادرا پشمول اېف آئي اے او نورو اړوند ادارو سره په تماس كښې يو۔د كورنيو چارو دوهم وزير ووئيل چې د مواصلاتو وزارت په دې لړ كښې اقدامات ك??ې دي او عكسونه يې اړوند ادارو ته لېږلې دي۔ده ووئيل چې په موټروے د رامي??ځ ته شويو پیښو پلټنې هم روانې دي٬حكومت د خپلو فرائضو نه خبر دې٬ډېر زر به حقائق قوم ته وړاندې كړې شي